IQNA

د فلسطین د رفح  ښار د قرآن د حفظ په مرکز کې دفلسطینیو کډوالو  ما شومانو ولوله(فیلم)

6:54 - February 29, 2024
د خبر لمبر: 3488809
ایکنا- د فلسطین په رفح کې  د کډوالو په کیمپ کې د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت په مرکز کې د فلسطینیو  کډوالو  د شتون یو ویډیو،  په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.

ایکنانیوز راپور  دینی شفق له قوله راپور راکړ،  د جنګ  له دوام او د کنډوالو  له ډیر والي سره سره  د فلسطینیو کډوالو  م اشومانو  په خپرې شوي ویډیو کې  لیدل کیږي،  چې  فلسطیني ماشومان هماغه راز د قرآن کریم په حفظ کولو بوخت دي.

  د فلسطین په غړې تړانګې  د صهیونیسټي رژيم  د پراخې  حملې یو سل شپږ څلویښت ورځې تیریږي .په غزې کې  د فلسطین د روغتیا وزارت  د ویندوي په وینا د وحشي او جنایتکارو تیریګو صهیونیسټي پوځیانو په بې آمانه بمباریو او حملو کې د غزې تړانګې له ۳۵ روغتونونو څخه۳۰روغتونونه  د خ  دمت رسونې  له بهیره بهر شوي دي.

 

 

له دې مخکې په غزې تړانګې کې د فلسطین د روغتیائی چارو وزارت  په خپلو وروستیو احصایو کې په دغې تړانګې د وحشي ډوله صهیونیسټي رژیم د بې آمانه حملو د شهیدانو او نوی شمیر خپور کړی چې  په اوڅاره توګه د زیاتیدا ښودنه کوي.په دغې اعلامیې کې  وئیل شوي دي چې په غزې تړانګې اولویدیځي غاړې باندې د وحشي صهیونیسټانو په حملو او جنایتونو کې د فلسطینیو شهیدانو شمیر ۲۹زره ۹۱۲ تنو ته زیات شوی  او دغه راز د ټپیانو شمیر هم ۷۰ زره او  درو  سوو کسانو ته لوړ شوی چې کابو زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي.   

 

https://iqna.ir/fa/news/4202385

 

captcha